28مئي 1947 ستر قامي اتل ارواښاد مولنا فضل محمود مخفیورځ .
علم د انسان د فوقيت دې ډېر محکم نشان.
دا عمل جهاد سره ډېر لوئي. مناسبت لري.
مولانا مخفي.
ډېر پښتانه د شلمې پېړۍ د ازادۍ د مبارزې د پښتون قاميت د جديد تصور بنسټ ګر، قامي اتل روښان فکره لوستے سیاست مدار ، اديب او د قامي تحريک لار ښود ، مولانا فضل محمود مخفي نن هم نه پېژني ! دوه کاله وړاندې مونږ د مخفي صېب په باجوړ کښی په پلارني کلي ، زګۍ ، کښی سټډي سرکل کړے وو خو ددغه کلي هم ډېر کم مشران د مخفي صېب نه خبر وو اسلام اباد نړۍ وال پوهنتون کښې راته څو ورځې وړاندې ددغه کلي يو لوستي ځوان محب خان اووئيل د سټډي سرکل نه پس اوس د کلي ماشومان هم مخفي صېب په باره کښې ډېر خبر دي او ویاړ پرې کوي .
د شلمې پېړۍ دا ستر اتل د خپل نوم په شان په حقيقت کښې د خپل قام نه د ډېرو نورو اتلانو په شان ډېر په هنر د نصاب او اجتماعي حافظې نه هم، مخفي ، ساتل شوے دے.
يو ورځ مې يو لوستي کس نه په باجوړ کښې پوښتنه اوکړه ما وئيل ، مخفي صېب پېژنې ! وئيل ئې آو مفتي محمود صېب پیژنم ډېر تکړه سړے وو ! پښتانه د پردو د نصاب له برکته د مخفي صېب پشان د اتلانو دهغوي د کار او زيار او قامي مبارزې نه خبر نه دي ! مخفي صېب د ازادۍ د وخت هغه ستر قامي مبارز وو چې تش د خبرو نه، د مېدان عملي سړے وو۔ د شېخ الهند شاګرد وو په اووه ژبو پوهېدو د حجرې جومات سړے وو د غازي امان الله خان صلاح کار پاتي شوے وو په 1919 کښې په کابل کښې د استقلال په غونډه کښې چې کله د روس سفير ، جي آر ګيرس ، د مخفي صېب فی البديهه وېنا واورېده نو هغه اووئيل کاش چې په دې خاوره يو پينځه مخفيان نور وے نو په نړۍ کښی به غلام او غلامي پاتي نه شي .
مخفي صېب باچا خان په قامي سياست کښې خپل استاذ ګڼي ۔ خپل کتاب دهغه د يو قامي نظم په نوم کوي ، ولي خان ئې صفتونه کوي غني خان ترې متاثره وو ،پيرنګيان ئې پخپل وخت کښی د بالشوېکو ايجنټ يادوي د دير نواب ئې د پيرنګېانو په وېنا د دير او بېا د باجوړ نه شړي ، د مخفي صېب د سیاسي فراست دا لويه نخښه وه چې هغه د شلمې پېړۍ په اول کښې وئيل که پښتانه علم پوهه حاصله نه کړي غلامي ئې چرې نه ختمېږي ځکه باچاخان او مخفي صېب د ټولو نه ړومبې پښتنو له سکولونه جوړ کړل ، مخفي صېب به دا هم وئيل چې د قامي شعور لپاره په ټولنه کښې نېغ په نېغه ډېر کار ته اړتيا ده۔ د مخفي صېب د سیاسي بصیرت نخښه دا هم وه چې خدائي خذمتګارو ته ئې په 1936 کښې وئيل، داسې برېښي چې ويني د پښتنو توئيږي زندانونه د دوئې ډک دي خو ګټې به راباندې دهند خلک اوکړي .
عبد الاکبر خان اکبر وائي دا ستر اتل په 1921, کښې ما په لکړو کښې د ترنګزو باباجي سره په داسې حال اوليدو چې جامې او څپلۍ ئې شليدلې وې په دې حالت کښې لګيا وو په لکړو کښې د پښتنو ماشومانو لپاره سکول جوړولو .
د مخفي صېب په ژوند يو کتاب ځلمي هېواد مل په کابل کښې ليکلے، بل مهم کتاب فضل زمان شلمان ليکلے، دغه کتابونه خامخا واخلئ او د مخفي صېب د ژوند د قامي اړخ نه ځان خبر کړئ ! سبا به ان شاء الله د مخفي صېب په ژوند ويډيو او ليک هم شريک کړم.
ځلمے هېواد مل د مولانا فضل محمود مخفي په اړه ليکي! مخفي صاب به وئيل مونږ به چې کله د خبرو اترو لپاره يو ځائے کېدو نو د باچاخان د کور لارې اړخ ته يوه وړه کوټه وه فخر افغان زمونږ لپاره بېټک کړې وه د کوټې ور به مو د دننه نه بند کړو باچا خان به غني خان په غېږ کښی د کوره راويستو په قالین به ستوني ستغ پروت وو غته ګوته به ئې رودله او مونږ به د قام وير کولو او چې چرته به ما نوے نظم اوروو نو غني به راته شنې سترګې اړولې او خندل به ئې.
مولانا فضل محمود مخفي وائي ! جهالت يوه تياره ده که يو قام هرڅومره ژوندے وي خو که د جهل په تيارو کښې وي دا په مړ حساب دے، که د نړۍ د نورو قامونو پشان پښتانه د عصر هر ډول زده کړو ته ملا اوتړي نو تیارې به په رڼا بدل کړي.
اې جهله ! ورک شې مونږه دې ورک کړو
مونږه ورکېږو آرمان آرمان دے
جهل نشه ده سړے پرې مست وي
زمونږ هر تن مست پخپل ځان دے.
مولانا مخفي.
مولانا خانزېب.